اسلام آباد 28 نومبر (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) د قامی اسمبلۍ غړے رانا تنویر حسېن د مقابلې نه غير د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ چیئرمېن ټاكلې شوې ۔ د زيارت په ورځ د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ غونډه پارلیمنټ هاؤس كښې وشوه۔د نوې چیئرمېن ټاكنې لپاره د انتخابی عمل ??ګرانی د قامی اسمبلۍ سيكتر قمرسهیل لودھی كوله۔ په غونډه كښې د حکومتی ګوند چیف وهپ ملك عامر ډوګر پشمول د پبلګ اکاؤنټس کمېټۍ غړو ګډون وكړو۔ د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ چیئرمېن لپاره د پاکستان تحریك انصاف د قامی اسمبلۍ غړي سردار ن??راللہ دریشك د رانا تنویر حسین نامه تجویز کړه د كومې چې د مسلم لیګ (ن) د اړخه مشاهد حسین سید او د پاکستان پیپلز ګوند د قامی اسمبلۍ غړي راجه پرویز اشرف تائید وكړو۔ دغسې د مسلم لیګ (ن) د قامی اسمبلۍ غړې رانا تنویر حسېن د پبلك اکاؤنټس کمیېټۍ د مقابلې نه غير چیئرمېن وټاكلې شو۔ د پبلك اکاونټس کمېټۍ چیئرمېن ټاكلې كيدو نه پس رانا تنویر حسېن د ټولو غړو مننه كولو سره ووئيل د پبلك اکاؤنٹټس کمېټۍ پريكړو كښې به ټولو غړو سره پھ ګډه كار كوم۔ ده ووئيل پی اے سی مهم فورم دے د دې ښه كولو ته اړتيا ده دغسې چې د هېواد او قام لپاره كردار ترسره كړې شي۔ ټولو غړو رانا تنویر حسېن له مبارکي وركړه او هغه له ئې د هر ډول مرستې باور وركړو۔
متعلقہ مضامین
-
Asif Ali Zardari, Wang Yi pledge stronger cooperation
-
The National Action Plan’s Revival: A Crucial Test for National Security
-
LHC orders PHC to present health sector issues before Punjab CM
-
European Blackjack ایماندارانہ بیٹنگ لنکس کا مکمل جائزہ
-
SC rules against Hajj quota policy 2016
-
Hurriyat writes to world leaders on Indian atrocities in Kashmir
-
Attack on private school injures 15 people
-
Police arrest nine members of inter-district gang
-
اسٹاربرسٹ ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ لنکس کی خدمات اور خصوصیات
-
BNG Electronic ایپ: تفریح کی دنیا میں ایک نیا انقلاب
-
Smurfs ایپ ڈاؤن لوڈ لنک اور مکمل معلومات
-
Smurfs ایپ ڈاؤن لوڈ لنک اور مکمل گائیڈ