اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د چين اولس مشر چي جن پنګ اولس مشر ممنون حسېن ته د هغه د سالګرې په موقع مباركي او د نېكو هيلو پېغام رالېږلې۔ اولس مشر ته دا پېغام د چين سفير ينګ ياو په خاص توګه رارسولې دے۔ د چين اولس مشر په خپل پېغام كښې وئيلي دي چې پاكستان او چين ښه ملګري او ستراتېژيكي شراكتدار دي كوم چې د ازمېښت په هره يوه موقع د يو بل په كار راغلي دي۔ ده وئيلي دي چې د دواړو هېواد??نو ترمېنځه د ژوند په ټولو څانګو كښې مرسته مخ په زياتېدو ده ك??مه چې د خوشحالې خبره ده۔ د چين اولس مشر وئيلي دي چې هغه د چين او پاكستان د دوستې نه ډېرې هيلې لري او دواړه هېوادونه پرمختګ او خوشحالې لپاره په ګډه د كار كولو خو??هش لري چې دغسې د دواړو هېواد??نو دا خوږه دوستې نوره هم م?? په وړاندې لاړه شي۔ اولس مشر ممنون حسېن په دې موقع د چينائي اولس مشر مننه كړې او وئيلي ئې دي چې دواړه هېوادونه به د اولس خوشحالې لپاره يو بل سره مرسته روانه ساتي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين دوستې نړۍ لپاره يو مثالي حيثيت لري۔
متعلقہ مضامین
-
Half a million people flee homes to escape flooding in Punjab
-
Lack of medicines in hospitals: CM Punjab in action
-
Midas Treasure سرکاری تفریحی لنکس
-
Afghan president calls on Pakistan to battle Taliban
-
Pakistani artist awarded prestigious Jameel Prize in Istanbul
-
سممن اینڈ کنکر انٹرٹینمنٹ آفیشل ایٹریس
-
الیکٹرانک پی پی انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ ویب سائٹ کی خصوصیات اور خدمات
-
پی جی الیکٹرانک ریلائیبلٹی انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم: ایک جدید اور قابل اعتماد تجربہ
-
پی جی الیکٹرانک ریپوٹیشن بیٹنگ ویب سائٹ کی خصوصیات اور اہمیت
-
پی ایس الیکٹرانک انٹرٹینمنٹ ٹرسٹڈ ویب سائٹ آن لائن تفریح اور جدید خدمات
-
لکی ڈریگن آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ کی منفرد دنیا
-
گولڈ بلٹز ایپ ڈاؤنلوڈ لنک اور مکمل گائیڈ