اسلام آباد ۔ 01 مارچ (اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي د پاكستان او نورو غړو هېوادونو باور ترلاسه كولو نه غېر د سشما سوراج او آئي سي غونډې ته بلل د افسوس وړ دي۔ پاكستان په نړۍ ك??ې د ځانله كولو هڅو كښې بوخت مودي سركار چې په نړيوال ګډر د كومې ماتې سره مخ شوې د دغې سبب د هند بې بنسټه ډنډورې دي۔ د وزیراعظم عمران خان لخوا د هندي پائيلوټ د خوشې كولو حكم منطقه ك??ې د امن په ځائې كولو پلو يو لوئې ګام د??۔ پاكستان د خېر سګالۍ جذبې څرګندونه كولو سره ثابت كړې چې پاكستان منطقه كښې امن غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل اګر چې هند د پاكستان د پولو خلاف ورزي كړې ولې د پاكستان تدبر لرونكې مشرتابه معامله ??وږده نه كړه او د زيركتيا څرګندونه ئې وكړه۔ د وزیراعظم عمران خان لخوا د خېر سګالۍ جذبې ترمخه د هندي پائيلوټ د خوشې كولو حكم به منطقه ك??ې د امن په ځائې كولو پلو يو ګام وي۔ وفاقي وزير د هندي پائيلوټ د خوشې كولو امر د پاكستان اخلاقي فتح ګرځولو سره ووئيل د وزيراعظم عمران خان دې پرېكړې ته په ټوله نړۍ ك??ې د قدر په نظر كتلې شي او نړيوالې ميډيا د پاكستان وزيراعظم له ?? امن سفير خطاب وركړې۔ بلخوا هندي حلقې د دې ګام په غېر متوقع ??لې مثبت ګرځولو مجبور شوي ۔ غلام سرور خان ووئيل د پاكستاني مشرتابه غوره حكمت عملۍ په سبب جنګي محاذ سره سره په سفارتي محاذ هم پاكستان تاريخي كاميابي ترلاسه كړې۔ ده ووئېل پاكستان په فعاله ډول خپل موقف ??ړۍ ته وړاندې كړو او د كشمير مسئله ??ې رامخې ته كړه چې لامله ??ې د كشمير د پخوانۍ مسئلې د سولييز حل لاره هوارېدل په نظر راتلل پېل شوي ۔
متعلقہ مضامین
-
یورپی بلیک جیک آفیشل ڈاؤن لوڈ لنکس سے متعلق اہم معلومات
-
Pakistan carries out captive breeding of endangered vultures
-
Ambreen murder case: Bilawal urges masses revolt against jirga system
-
Court suspends hearing of currency smuggling case against Ayyan Ali
-
CEC upholds decision of Mirpur RO
-
PIA airhostess files suit against management for victimisation, harassment
-
Luck supporting Imran for third marriage: astrologist
-
PUC urges UN, Muslim world to take notice of atrocities in Aleppo
-
49 Jars of Gold: سنہری انعامات کا جادوئی ایپ
-
مجازی کھیلوں کی سرکاری تفریحی ویب سائٹ پر نئے تجربات
-
اسٹاربرسٹ ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ لنکس کی خدمات اور خصوصیات
-
ورجینیا الیکٹرانکس آفیشل انٹرٹینمنٹ انٹری: نئے دور کی تفریحی ٹیکنالوجی